د خوړو نړۍوال پروګرام افغانستان کې د مرستو لپاره د مالی کمښت خبر ورکړی

د خوړو نړۍوال پروګرام افغانستان کې د مرستو لپاره د مالی کمښت خبر ورکړی
د خوړو نړیوال پروګرام پر نړیوالو مرستندویه بنسټونو غږ کړی دی چې له دوی سره مرستې ډېرې کړي څو له خطر سره د مخ میلیونونه انسانانو ژوند وژغوري. دغه اداره وايي دمګړی دوی اړ دي چې د یوې ډلې وږو وګړو د مړولو لپاره د بلې ډلې خواړه پر دوی ووېشي.
(2022 / 6 / 1 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د خوړو نړیوال پروګرام وایي په افغانستان کې له اړمنو سره د مرستې لپاره د ماليامکاناتو له کمښت سره مخ دي.
د خوړو نړیوال پروګرام په تازه څرګندونو کې ویلي چې له تېرو میاشتو راهیسې په افغانستان کې له خلکو سره په بشردوستانه مرستو بوخت دي او هڅه کوي له لا ډېرو اړمنو سره مرستې وکړي.
د سرچینې په وینا دوی دمګړی په افغانستان کې له اته میلیونه وګړو سره د خوراکي توکو د مرستې په موخه د مالي امکاناتو له کمښت سره مخ دي.
د خوړو نړیوال پروګرام پر نړیوالو مرستندویه بنسټونو غږ کړی دی چې له دوی سره مرستې ډېرې کړي څو له خطر سره د مخ میلیونونه انسانانو ژوند وژغوري.
دغه اداره وايي دمګړی دوی اړ دي چې د یوې ډلې وږو وګړو د مړولو لپاره د بلې ډلې خواړه پر دوی ووېشي.






