کرنې او مالدارۍ وزارت: پکتیکا کې پر ۵۸۸ کورنيو د چرګانو پالنې اړین توکي ویشل شوي.

0
172

کرنې او مالدارۍ وزارت: پکتیکا کې پر ۵۸۸ کورنيو د چرګانو پالنې اړین توکي ویشل شوي.

17 دسمبر 2022

 

د پکتیکا ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «FAO» په مالي او د «ORD» مؤسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د مرکز شرنه په بېلابېلو کلیو کې ۵۸۸ بېوزلو، کونډو او معیوبو ښځو ته د دوی دکورني اقتصاد د پیاوړتیا په پار د هګیو چرګانو د فارمونو جوړولو په پار اړین توکي وېشلي دي.

 

په دغو وېشل شویو توکو کې هر مستحق کس ته د چرګانو خوراکي توکي او دغه راز د چرګانو فارم جوړولو په پار یوه دروازه، ده کړکۍ، د اوبو دې لوښې او د دانو درې لوښې ورکړل شوي دي.

اړوند موضوعات

ننګرهار او کندز کې نیږدې زرو کورنیو ته د چرګانو د ساتلو وسایل او چرګانې ورکړل شوې.

ددغو مرستو موخه په دې ولایت کې د چرګانو روزنې صنعت ته پیاوړتیا ورکول او د بېوزله او کونډو مېرمنو اقتصادي ودې ته زمینه برابرول دي.

Leave a reply