ننګرهار او کندز کې نیږدې زرو کورنیو ته د چرګانو د ساتلو وسایل او چرګانې ورکړل شوې.

0
98

ننګرهار او کندز کې نیږدې زرو کورنیو ته د چرګانو د ساتلو وسایل او چرګانې ورکړل شوې.

25 نومبر 2022

 

د افغانستان ننګرهار او کندز ولایتونو کې نیږدې زرو کورنیو ته د چرګانو ساتلو لپاره وسایل، چرګانې، هګۍ او نور اړونده وسایلو مرسته وشوه.

 

د ننګرهار د کرنې ریاست له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ننګرهار کرنې ریاست په هڅو د FAO په مالی لګښت او د اکشن اید موسسې په تخنیکي همکارۍ د شیرزادو ولسوالۍ په مختلفو قریو کې 588 مستحقو کورنیو سره د هګیو چرګانو او د چرګانو خوراکې او نورو اړینو وسایلو مرسته وشوه.

 

همدا راز د کندز د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست مسوولين وايي چې په مرکز او چهار درې ولسوالۍ کې يې د (OHW) موسسې په مالي ملاتړ پر ۴۹۰ اړمنو کورنيو د چرګانو د فارم وسايل ووېشل.

اړوند موضوعات

ننګرهار ولایت کې پر زرګونه بزګرانو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وویشل شوې.

د يادې مرستې موخه د کورني اقتصاد پياوړتيا او پر ځان بسياينه ښودل شوې ده.

Leave a reply