ننګرهار ولایت کې پر زرګونه بزګرانو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وویشل شوې.
30 اکتوبر 2022
د کرنې او مالدارۍ وزارت له لورې په یوه تازه خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت او ولایتي ریاستونو په همغږۍ د کرنې او خوړو نړیوالې مؤسسې له لورې بیلابیلو ولایتونو کې د اصلاح شوو تخمونو او کیمیاوي سرو د ویش لړۍ روانه ده.
په همدې لړ کې د ننګرهار ولایت په ۲۲ ولسوالیو کې تر اوسه په زرګونه بزګرانو یاده مرسته ویشل شوې او لا هم دوام لري.
د ننګرهار ولایت د کرنې او مالدارۍ رئیس مولوي عبدالستار محمد وايي چې تر اوسه په ۲۷۳۵۰ کروندګرو یې ۱۳۶۷،۵ټنه د غنمو اصلاح شوی تخم او ۲۷۰۰۰ ټنه توره او سپینه سره ویشلې دي.
په خبره یې د وېش لړۍ دوام لري او پر نورو زرګونو بزګرانو به هم مرستې ووېشل شي.
اړوند موضوعات
کندز ولایت کې پر ۲۴زره بزګرانو د اصلاح شوو تخمونو او کیمیاوي سرو ویشلو لړۍ پیل شوه.
یاده دې وي چې له دې مخکې د هیواد بیلابیلو ولایتونو کې تر ۷۰زرو زیاتو بزګرانو باندې یاده مرسته ویشل شوې.










Leave a Reply