کندز ولایت کې پر ۲۴زره بزګرانو د اصلاح شوو تخمونو او کیمیاوي سرو ویشلو لړۍ پیل شوه.

0
83

کندز ولایت کې پر ۲۴زره بزګرانو د اصلاح شوو تخمونو او کیمیاوي سرو ویشلو لړۍ پیل شوه.

27 اکتوبر 2022

د کندز د کرنې او مالدارۍ ریاست په خبره چې د کندز په مرکز او ولسوالیو کې پر ۲۴ زره بزګرانو د غنمو اصلاح شوې تخم او کیمیاوي سرې وویشل شوې.

 

د کندز د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رئیس مولوي امان الله حسن وايي، چې نن د دې ولایت په علي آباد ولسوالۍ کې پر ۶۲۵ بزګرانو د غنمو تخم او کیمیاوي سرې ووېشل شوېؤ او په نورو ولسوالیو کې به هم زر دا مرسته په بزګرانو وویشل شي.

د ښاغلي حسن په خبره، هر بزګر ته ۵۰ کیلو د غنمو تخم، ۵۰ کیلو سپینه سره او ۵۰ کیلو تور سره ووېشل شوې.

 

دا اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې مرسته د خوړو نړیوال سازمان له لورې د اسلامي امارت د کرنې او مالدارۍ وزارت او ولایتي ریاستونو په همغږۍ ترسره کیږي.

اړوند موضوعات

پروان او زابل کې نیږدې ۸زره بزګرانو باندې د غنمو اصلاح شوو تخمونو او کیمیاوي سرو مرسته وویشل شوه.

یاده دې وي چې له دې مخکې د کندز، خوست، لوګر، جوزجان، زابل، پروان او کندهار ولایتونو کې تقریبا نیږدې ۵۲ زره نه زیاتو بزګرانو باندې د اصلاح شوو تخمونو او کیمیاوي سرو ویشلو لړۍ هم پیل شوې وه زیاتو سیمو کې ویشل بشپړ شوي.

Leave a reply