پروان او زابل کې نیږدې ۸زره بزګرانو باندې د غنمو اصلاح شوو تخمونو او کیمیاوي سرو مرسته وویشل شوه.

پروان او زابل کې نیږدې ۸زره بزګرانو باندې د غنمو اصلاح شوو تخمونو او کیمیاوي سرو مرسته وویشل شوه.
27 اکتوبر 2022
د کرنې او مالدارۍ وزارت د یوې خبرپاڼې له مخې زابل کې پر ۷ زره بزګرانو د غنمو اصلاح شوو تخمونو او کیمیاوي سرو د ویش لړۍ نن پیل شوه.
دوی زیانوي چې په زابل کې پر ۷ زرو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او سرې د خوړو او کرنې نړیوال سازمان په مرسته او کرنې او مالدارۍ ریاست په همغږۍ وېشل کېږي.
خبر زیاتوي: د FAO موسسې په مرسته د زابل په مرکز، شینکۍ، ارغنداب او شهر صفا ولسوالیو کې پر ۷ زرو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او سرې وېشل کېږي چې د وېش لړۍ یې نن پيل شوې ده.
همدا راز تیره ورځ د پروان په سالنګ ولسوالۍ کې پر ۸۰۰ بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې.
اړوند موضوعات
یاده دې وي چې له دې مخکې د کندز، خوست، لوګر، جوزجان او کندهار ولایتونو کې تقریبا نیږدې ۵۰ زره بزګرانو باندې د اصلاح شوو تخمونو او کیمیاوي سرو ویشلو لړۍ هم پیل شوې وه زیاتو سیمو کې ویشل بشپړ شوي.




