کندهار ښار او بیلابیلو ولسوالیو کې پر ۳۹ زرو بزګرانو د اصلاح شوو تخمونو او کیمیاوي سرې مرستې وېش نن پیل شو.

کندهار ښار او بیلابیلو ولسوالیو کې پر ۳۹ زرو بزګرانو د اصلاح شوو تخمونو او کیمیاوي سرې مرستې وېش نن پیل شو.
23 اکتوبر 2022
د کندهار ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست نن پخپله یوه تازه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه ولایت مرکز او نورو ولسوالیو کې ۳۹ زره بزګرانو سره د اصلاح شوو تخمونو او کیمیاوي سرو مرستې لړۍ پیل شوه.
د یاد ریاست رئيس مولوي محمود مظلوم وایي چې د خوړو او کرنې FAO نړیوالې مؤسسې په مالي مرسته د کندهار ښار په ګډون د دغه ولایت په زیاتو ولسوالیو کې پر ۳۹زرو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل کېږي چې د وېش بهیر یې نن پیل شوی دی.
اړوند موضوعات
خوست ولایت کې پر یو شمیر بزګرانو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وویشل شوې.
له دې مخکې هم د هیواد بیلابیلو ولایتونو لکه کندز، جوزجان، لوګر او خوست ولایتونو کې ۸زرو زیاتو بزګرانو سره د یادې مؤسسې په کومک د اصلاح شوو تخمونو او کیمیاوي سرو مرسته شوې.






