خوست ولایت کې پر یو شمیر بزګرانو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وویشل شوې.

خوست ولایت کې پر یو شمیر بزګرانو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وویشل شوې.
20 اکتوبر 2022
د خوست ولایت د اقتصاد ریاست چارواکي وايي چې د دغه ولایت د علیشیرو ولسوالۍ په ۳۶۴ بزګرانو د غنمو اصلاح شوی تخمونه او کیمیاوي سرې وویشل شوې.
د یاد ریاست چارواکي وایي دغه اصلاح شوي تخمونه د کرنې او خوړو نړیوالې کمیټې له اړخه مرسته شوي، چې یاد ولایت کې پر بزګرانو وویشل شول.
اړوند موضوعات
جوزجان کې پر ۳۵۰۰ بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وویشل شوې.
یاده دې وي چې له دې مخکې هم له ۸۰۰۰ بزګرانو زیاتو باندې کندز، لوګر او جوزجان ولایتونو کې اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وویشل شوې.
د کرنې او خوړو نړیوال سازمان یا FAO ویلي چې دوی به د تیر په پرتله د افغانستان د کرنې او زراعت بخش کې زیاته مرسته وکړي.






