په هېواد کې د سرو زرو په بيه کې د ٥٠٠ روپو د زياتوالي وروستو د تاريخ تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې ده
باغی ټي وي رپورټ
په هېواد کې د سرو زرو په بيه کې د ٥٠٠ روپو د زياتوالي وروستو د تاريخ تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې ده، د آل پاکستان جيولرز ايسوسي ايشن له مخې د سرو زرو په بيه کې د في توله ٥٠٠ روپۍ زياتوالى راغلى دى. یو لک 71 زره 900 روپۍ چې په تاریخ کې ترټولو لوړه کچه ده.
په هېواد کې نن د تېرې پنجشنبې په پرتله د ١٠ ګرام سرو زرو بيه له ٤٢٨ کلدارو لوړه شوې، چې له دې وروسته د يوه اونس د ١٠ ګرام سرو زرو بيه ١٤٧ زره ٣٧٦ کلدارو ته رسېدلې او د يوانس سرو زرو بيه د ٤ ډالرو په زياتوالي سره يو زرو ٧٨٢ ډالرو ته رسېدلې ده.