اسلامي امارت: په ننګرهار کې زرګونه جریبه دولتي ځمکه له غصب څخه خلاصېږي.
اسلامي امارت: په ننګرهار کې زرګونه جریبه دولتي ځمکه له غصب څخه خلاصېږي.
16 دسمبر 2022
د ننګرهار د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې ۴ لکه او پنځه اتیا زره جریبه دولتي ځمکه غصب شوې، چې له دې جمله څخه په لسګونه جریبه غصب شوې ځمکه له غصب څخه خلاصه شوې ده.
د ننګرهار د دولتي ځمکو له غصب څخه د خلاصون د تخنیکي ټیم مشر مولوي عبدالستار محمد وویل، چې د د اسلامي امارت د مشرتابه د لارښوونه سره سم د ننګرهار له یوولسو ولایتي ادارو څخه تخنیکي ټیم جوړ کړی ترڅو غصب شوې ځمکي له تثبیت او له غصب څخه خلاصې کړي.
اړوند موضوعات
د افغانستان بریښنا شرکت وایي: د دغه شرکت اړوند ۱۴۹۵ جریبه غصب شوې ځمکه بېرته راګرځول شوې.
محمد وویل، چې په ننګرهار کې دغه تخنیکي ټیم د لاسته راوړنو او معلوماتو پر بنیاد د دې ولایت مرکز جلال اباد ښار او ولسوالیو کې ۴۸۵ زره جریبه دولتي ځمکه غصب شوې چې د بېرته را ګرځولو لپاره يې جدي هلی ځلی پیل شوې دي.