د افغانستان بریښنا شرکت وایي: د دغه شرکت اړوند ۱۴۹۵ جریبه غصب شوې ځمکه بېرته راګرځول شوې.
د افغانستان بریښنا شرکت وایي: د دغه شرکت اړوند ۱۴۹۵ جریبه غصب شوې ځمکه بېرته راګرځول شوې.
21 نومبر 2022
د افغانستان د برېښنا شرکت عملیاتي رئیس انجنیر صفي الله احمدزي په وینا، د غصب شویو دولتي ځمکو د بېرته نیولو په لړ کې د دغه شرکت اړوند ۱۴۹۵ جریبه غصب شوې ځمکه بېرته راګرځول شوې چې له دې جملې څخه ۱۳۸۰ جریبه ځمکه په ننګرهار، ۱۱۳ جريبه ځمکه د کابل ولايت په سروبي ولسوالۍ او يو جريب یې په بغلان ولايت کې ده.
مسئولین وايي، د دغه شرکت د ملکیتونو له جملې څخه د کابل ولایت په سروبي ولسوالۍ کې د استوګنې ۴۰ کورونه او په بلخ ولایت کې ۶ د استوګنې کورونه چې غصب شوي وو، هم بېرته استرداد شوي او یاده اداره د جایدادونو د کرایې څخه ۱۹ میلیونه او ۷۸۴ زره او ۷۵۶ افغانۍ عواید ترلاسه کړي دي.
اړوند موضوعات
د بریښنا شرکت وایي: که پوروړي یې پورونه اداء نه کړي، جایدادونه به یې خرڅ شي.
د معلوماتو له مخې، د نغلو برېښنا فابریکې سب سټیشن ته څیرمه ځمکه کې د ۲۵۰۰ مثمره نیالګیو غرس، د ماهیپر برېښنا فابریکې په مربوطاتو کې د مترو په اوږدوالي د یوه استنادي دیوال جوړول او ۱۰۴۰ پوړوړو ته د قسطونو د اسانتیاو برابرول، په دې وروستیو کې د دغه شرکت له لاسته راوړنو څخه شمېرل شوي.