د بریښنا شرکت وایي: که پوروړي یې پورونه اداء نه کړي، جایدادونه به یې خرڅ شي.

17اکتوبر 2022
د بریښنا شرکت نن ورځ د رسنیو مرکز کې د یوې خبري غونډې پر مهال وویل، چې دوی به د دغه شرکت له پوروړو څخه خپل پورونه ترلاسه کړي.
د دغه شرکت ویاند حکمت الله میوندي وویل، چې ډېری پوروړي یې د تېرې ادارې یو شمېر زورواکي او سیاسیون دي چې پور یې شاوخوا ۵۰۰ میلیونو افغانیو ته رسېږي.
میوندي زیاته کړه، چې د رئيس الوزرا لارښوونې پر بنسټ د برېښنا شرکت د پوروړو څخه د پورونو راټولولو کمېټه، چې د کورنیو او ملي دفاع وزارتونو او د استخباراتو لوی ریاست له استازو څخه جوړه شوې ده، په تېرو دوو اوونیو کې يې په پلازمېنه کابل کې د برېښنا شرکت ۳۲۹ پوروړي تثبیت کړي او له دې ډلې څخه یې له ۳۳ کسانو څخه ۶ میلیونه او ۲۱۴ زره افغانۍ راټولې کړې دي.
نوموړي همدارنګه وویل، چې د هېواد په ۵ زونونو کې له هغو شرکتونو او سواداګریزو مرکزونو څخه، چې د برېښنا شرکت پوروړي وو، ۶۷۵ میلیونه ۳۳زره ۹۲۵ افغانۍ پورونه راټول کړي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم د ځینو زوراکو او سیاسیونو له لوري د برېښنا د لګښت پیسو نه ورکول د یاد شرکت پر وړاندې له سترو ننګونو څخه ګڼل کېدل او دغه شرکت يې له ګڼو ستونزو سره مخ کړی وو.
نوموړي په وروستیو کې خبرداری ورکړ چې که د یاد شرکت پوروړي د برېښنا د لګښت پورونه ورنکړي، نو جایدادونه به يې خرڅ کړي.

اړوند موضوعات
د سور صلیب استازي جیني وایي: افغانستان کې خپلې نیمګړې پروژې بشپړوو او د بریښنا برخه کې همکاري کوو.