د سور صلیب استازي جیني وایي: افغانستان کې خپلې نیمګړې پروژې بشپړوو او د بریښنا برخه کې همکاري کوو.

د سور صلیب استازي جیني وایي: افغانستان کې خپلې نیمګړې پروژې بشپړوو او د بریښنا برخه کې همکاري کوو.
۲ سپتمبر ۲۰۲۲
د افغانستان برېښنا شرکت وایي چې د سره صلیب نړیوالې کمېټې ورسره د نېمګړو پروژو د بشپړولو لپاره ژمنه کړې ده.
ددغه شرکت لخوا په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د برېښنا شرکت عمومي اجراییوي ریيس ملا محمد حنیف حمزه له تخنیکي ټیم سره په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمیټې له استازو سره په کابل کې ناسته وکړه.
خبرپاڼه زیاتوي چې په دې ناسته کې د بریښنا رئیس ووېل چې د سره صلیب یوازینۍ بهرنۍ اداره ده چې په سختو شرایطو کې یې د خپل توان مطابق له برېښنا شرکت سره د انرژۍ په برخه کي مرستې کړي دي.
سرچینې زياته کړې، د سره صلیب په استازیتوب جيني د برېښنا شرکت له ګډو همکاریو ترڅنګ ټینګار وکړ چې یاده اداره چمتو ده ترڅو د خپل توان او بودېجي مطابق د برېښنا شرکت نیمګړو پراختيايي پروژو د بشپړولو، په کابل او نورو ولایتونو کې د برېښنا شبکې د پراختیا لپاره د ترانسفارمرونو پېرل، د ترانسفارمرونو تېل، په کندهار او زابل ولایتونو کې د برېښنا جنراتورونو لپاره د تېلو پېرلو او داسی نورو برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.