کندهار کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لورې سلګونه کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته شوی.

0
153

کندهار کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لورې سلګونه کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته شوی.

15 دسمبر 2022

د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یادې ټولنې له لورې نن ورځ کندهار کې د سلګونه اړمنو کورنیو سره مرسته کړی.

 

خبر زیاتوي: د بشري کړاوونو د راکمو په موخه، د يخ ژمي په درشل کې، نن پنجشنبه د روان ۱۴۴۴ کال د جمادی الاولی په ۲۱مه د افغاني سرې مياشتې له لورې کندهار ولایت کې ۳۰۰ بیوزله او بې سرپرسته کورنیو ته د خوراکي توکو مرسته ترسره شوه.

 

په یاده مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱۰۰ کیلو اوړه، ۱۰ لیتره غوړي، ۲۴.۵ کیلو وریجی، ۷ کیلو لوبیا، ۲ کیلو مالګه، ۵ کیلو بوره، ۱ کیلو شین چای او ۱ پاکټ BP5 بیسکوټ شامل وو.
د یادونې وړ ده چې له دې مخکې هم په یاد ولایت کې په ﺯرګونو بیوزله کورنیو سره مرسته شوې.

اړوند موضوعات

افغاني سرې میاشتې کندهار کې د ۵۰۰ سیلاب ځپلو او اړمنو کورنیو سره مرسته ترسره کړی.

افغاني سره میاشت ټولنه ټول هیواد کې د عامو او اړمنو کورنیو پر لاس نیوي بوخته ده او هره ورځ اړمنو کورنیو ته د خوراکي توکو او نورو اړمنو ژمنیو توکو مرسته کوي.

حماد

Leave a reply