افغاني سرې میاشتې کندهار کې د ۵۰۰ سیلاب ځپلو او اړمنو کورنیو سره مرسته ترسره کړی.
افغاني سرې میاشتې کندهار کې د ۵۰۰ سیلاب ځپلو او اړمنو کورنیو سره مرسته ترسره کړی.
12 دسمبر 2022
د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یادې ټولنې له لورې کندهار کې د سلګونه سیلاب ځپلو کورنیو سره مرستې ترسره کړي.
خبرپاڼه زیاتوي: د يخ ژمي په درشل کې د بشري مرستو په دوام، نن یکشنبه د روان ۱۴۴۴ سپوږمیز کال د جمادی الاولی په ۱۷مه د افغاني سرې مياشتې له لورې، د کندهار ولایت تخته پل ولسوالۍ اړوند، ۵۰۰ سیلاب ځپلو او بيوﺯله کورنيو ته د افغاني سرې میاشتې له لورې د خوراکي توکو مرسته وویشل شوه.
د افغاني سرې میاشتې د خبرپاڼې د مالوماتو پر اساس یاده مرسته د ترکیې هیواد او نړیوال فدراسیون له لخوا چمتو شوی وه.
اړوند موضوعات
په ترسره شوې مرسته کې هرې کورنۍ ته؛ ۱۰۰ کیلو اوړه، ۲۴.۵کیلو وريژې، ۵ کیلو بوره، ۲ کیلو مالګه، يو کیلو شین چاى، ۱۰ لیټره غوړی،۷ کیلو لوبیا او یو پاکټ BP5 بېسکوټ شامل وو. په مرسته خلک د ﺯړه له تله خوشاله او پر مخ يي موسکا خپره وه.