د افغاني سرې میاشتې تولنې مرستیال د کویت خیریه ټولنې له مشر سره پر روغتیایي او بشري همکاریو خبرې وکړې.

د افغاني سرې میاشتې تولنې مرستیال د کویت خیریه ټولنې له مشر سره پر روغتیایي او بشري همکاریو خبرې وکړې.
12 دسمبر 2022
د افغاني سرې میاشتې مرستیال ملا نورالدین ترابي د کویت هېواد د سرې میاشتې له استازي ښاغلي احمد جمال سره لیدنه ترسره کړه.
د افغاني سرې میاشتې مرستیال ملا نورالدین ترابي په خپل کاري دفتر کې د کویت د سرې میاشتې له استازي احمد جمال او مل پلاوي سره پر بشري مرستو- او روغتیایي همکارۍ ناسته ترسره کړه.
ناسته کې د افغاني سرې میاشتې مرستیال د کویت د سرې میاشتې له استازي د سوري زړه په ناروغۍ د اخته ماشومانو د درملنې په برخه کې د همکارۍ او کویت هېواد ته د درملنې لپاره د لېږد غوښتنه وکړه.
ښاغلي ترابي وویل، چې په افغانستان کې د سوري زړه په ناروغۍ د اخته ماشومانو شمېر مخ په ډېریدو دی، چې باید لاسنیوی یې وشي. نوموړي وویل د رواني او معلولو ناروغانو د درملنې په برخه کې هم افغاني سره میاشت اړتیا ویني، چې د کویت د سرې میاشتې په څېر خیریه بنسټونه افغاني سرې میاشتې ته لاس ورکړي؛ ترڅو په کور دننه او بهر یې درملنه وشي.
ښاغلي ملا نورالدین ترابي وویل “افغاني سره میاشت د خپلو ګرځندو روغتیایي ټیمونو له لارې د هېواد په لرې پرتو سیمو کې خدمات وړاندې کوي، ځکه خو دا مهال د افغاني سرې میاشتې نیمایي بودیجه پر روغتیایي خدماتو مصرفېږي”.
د نوموړي پر وینا د ګرځندو روغتیایي ټیمونو لا پراختیا ته ستره اړتیا ده؛ ترڅو افغاني سره میاشت په دغه برخه کې لا غوره خدمات ترسره کړي.
اړوند موضوعات
مطیع الحق خالص: نړيوال دې افغانستان ته د بشري مرستو پر لېږد لګيدلي بنديزونه پای ته ورسوي.
د افغاني سرې میاشتې مرستیال ملا نورالدین ترابي وویل “دا مهال د هېواد په ډېری ولایتونو کې لسګونه زره کورنۍ بې وزله دي؛ لازمه ده د خوراکي توکو تر څنګ یې نغدي مرسته هم وشي او د پاکو اوبو د څښاک زمینه ورته برابره شي”.






