مطیع الحق خالص: نړيوال دې افغانستان ته د بشري مرستو پر لېږد لګيدلي بنديزونه پای ته ورسوي.

مطیع الحق خالص: نړيوال دې افغانستان ته د بشري مرستو پر لېږد لګيدلي بنديزونه پای ته ورسوي.
11 دسمبر 2022
د افغاني سرې میاشتې د ټولنې له لورې پروان ولایت کې ۵۰۰ اړمنو کورنیو ته د مرستې د ویش پر مهال د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص وویل چې “د نړۍ هيڅ کوم هېواد ته د بشري مرستو په ور وړلو بنديز نشته، خو يوازې افغانستان ته پر هغو نغدي بشري مرستو بنديز لګول شوی، چې خيريه ټولنې، بنسټونه او هېوادونه يې افغانستان ته راوړل غواړي.
نوموړي پر نړيوالو غږ وکړ، چې “افغانان انسانان دي او بشري مرستو ته ستره اړتیا لري، نو ځکه دې نړيوال افغانستان ته د بشري مرستو پر لېږد لګيدلي بنديزونه پای ته ورسوي.
نوموړي زیاته کړه چې “افغاني سره مياشت تل تر وروستۍ کچې هڅې کوي، چې د هېواد په ليرې پرتو سيمو کې د بې وزلو هېوادوالو لاسنيوی وکړي، د پېښو پر مهال پر وخت او شفاف بېړنی لاسرسی ولري او اړمنو ته اړین توکي ورسوي.
اړوند موضوعات
افغانی سره میاشت ټولنه المان هیواد ته ۵۴ ماشومان او انجونې د تداوۍ لپاره استوي.
ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص د مرستې د ویش پر مهال د کويت له اولس او په ياده مرسته کې له همکارو اشخاصو او خيريه ټولنو مننه وکړه.





