افغانی سره میاشت ټولنه المان هیواد ته ۵۴ ماشومان او انجونې د تداوۍ لپاره استوي.

0
84

افغانی سره میاشت ټولنه المان هیواد ته ۵۴ ماشومان او انجونې د تداوۍ لپاره استوي.

8 نومبر 2022

د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لورې په یوه تازه خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه ټولنې له لورې به المان هیواد ته ۵۴ د هډوکو په رنځ او سخت سوزېدو په ناروغۍ اخته ۵۴ ماشومان جرمني ته واستوي.

 

د افغاني سرې مياشتې رئيس مولوي مطيع الحق خالص وويل چې د دغو ماشومانو درملنه د آلمان د صلح کلي په نوم یوې ټولنې په مرسته ترسره کيږي.

 

د آلمان د صلح کلي له ۱۳۶۶ کال راهیسې په آلمان کې د یو شمیر ناروغو افغان ماشومانو د درملنې اسانتیاوې برابرې کړي دي.

 

ټاکل شوې د پنجشنبې په ورځ د هلکانو او نجونو په ګډون ۵۴ نور ماشومان آلمان ته ولیږدول شي او په عین وخت کې به هغه ۶۸ ماشومان چې په آلمان کې یې درملنه شوې وه بیرته هیواد ته راستانه شي.

 

د جرمني د سولې کلي څخه مولوي مطیع الحق خالص د دغو ناروغانو د درملنې له امله مننه وکړه.

 

هغه دا هم یادونه وکړه چې د زړه د سوري ناروغانو درملنه به له اوس څخه په هیواد کې دننه کیږي او بهر ته د لیږلو اړتیا نشته.

 

مولوي مطیع الحق خالص وويل، چې افغاني سرې مياشتې په هېواد کې د زړه د سوري ناروغانو د درملنې لپاره دوه ميليونه ډالره ځانګړي کړي دي.

په همدې حال کې د جرمني د سولې کلي استازې مېرمن پيلوديا وويل چې موږ د ماتو هډوکو او سوځېدلو ماشومانو درملنې ته ژمن يو او دغه اداره په کال کې دوه ځله ناروغ ماشومان د وړيا درملنې لپاره جرمني ته لېږي او له روغېدو وروسته بېرته افغانستان ته استوي.

اړوند موضوعات

پاکستان کښې د ۴۰ افغان ماشومانو د زړه ناروغۍ ویړیا درملنه او جراحي کیږي

د آلمان د صلح کلي له ۱۳۶۶ کال راهیسې په ۸۷ ګروپونو کې ۴۷۰۰ ناروغ ماشومان د درملنې په موخه آلمان ته انتقال کړي او تر رغیدو وروسته بیرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

Leave a reply