پاکستان کښې د ۴۰ افغان ماشومانو د زړه ناروغۍ ویړیا درملنه او جراحي کیږي

0
122

نصیب شاه شینواري
د الخدمت فاونډیشن پاکسستان نمایندګنو او د عملیاتو ډاکټرانو په تورخم پوله هغه نهه افغان ماشومان چې د زړه په ناروغې اخته دي، ستړي مشي اوویل، ددې ماشومانو عملیات او درملنه به په لاهور کښې په ویړیا توګه ترسره شي.
په تورخم پوله د افغانستان نه د راغلو ماشومانو مريضانو او ددوی پلارانو ته د ښه راغلاست لپاره يو رنګارنګ پروګرام جوړ کړے شوې وو.

يو شمېر سرحدي مسوولينو، د الخدمت بنسټ استازو او د مدني ټولنې غړو د هغوى تود هرکلى وکړو او د ماشومانو هرکلۍ ی د ګلونو سره وکړو او دې ماشومانو ته ی تورخم ته په رارسیدو د ګلانو ګیډۍ وړاندې کړې.

د الخدمت فاونډیشن مشر پروفیسور ډاکټر عبدالمالک په تورخم کې له خبریالانو سره د خبرو پر مهال وویل، دوی ته له لسو کلونو کم عمره نهه ماشومان رارسیدلي دي. هغه زیاته کړه چې د الخدمت روغتون به په لومړنیو پړاوونو کې د لږ تر لږه ۴۰ افغان ماشومانو د زړه عملیات په وړیا توګه ترسره کړي.
هغه وويل، په افغانستان کې يو زيات شمېر نور ماشومان د زېږون پر مهال د زړه د سوري له ستونزې سره مخ کیږي. هغه زياته کړه، چې په لومړيو کې يې ٤٠ تنه ماشومان غوره کړي، چې يو په بل پسې به يې د زړه عملیات ترسره شي چې ددې ناروغې څخه وژغورل شي.

ډاکټر عبدالمالک وويل: “په لومړي ګام کې به موږ د اړتيا له مخې د ماشومانو نهه جراحۍ ترسره کړو .
په دې موقع د الخدمت صحت فاونډیشن پاکستان مرکزي جنرل منیجر سفیان احمد خان، صوبايي جنرل سیکرټري محمد شاکر صدیق، د افغان سره صليب چارواکي مولوي خالد مجاهد او مولوي قمرالدین، محمد شاکر، حبیب الله خټک او وقار معروف هم موجود وو.
مولوي قمرالدين وويل چې په افغانستان کې تر اتيا زرو زيات ماشومان د زړونو سوري لري. هغه وويل چې پخوا هم په همدې ناروغۍ اخته ماشومان د درملنې لپاره هند ته استول کېدل، هغه وويل چې د امارت اسلامي مشرانو کابل ته د خپل وروستي سفر پر مهال د الخدمت پاکستان له مشر ډاکټر حفيظ الرحمن څخه د ماشومانو د طبي مرستې غوښتنه کړې وه او نن د هم دې مرستې په بنیاد او د اسلامي ورولۍ په له امله دا ماشومان پاکستان ته رارسیدلي چې دلته به ی ویړیا درملنه وشي.
د يادونې وړ ده چې د پاک افغان همکارۍ فورم مشر حاجی د افغان ناروغانو د اسانتيا لپاره له تورخم څخه تر لاهور پورې د ټرانسپورټ اسانتياوې برابرې کړې وې.
د زړه په ناروغۍ د اخته افغان ماشومانو مور او پلار او خپلوانو د الخدمت فاونډیشن پاکستان چارواکو دغه د خیر ښیګړې کار وستایه او مننه یې ترې وکړه.دوی د پاک افغان د همکارۍ ټولنې هم ستاینه وکړه چې د تورخم څخه تر لاهور پورې ی ددوی لپاره د ټرانسپورټ اسانتیا هم برابره کړې وه.
………………………………..
<img
…………………………………….


…………………………………….

Leave a reply