اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د “یو کلن فعالیتونه او لاسته‌ راوړنې” تر سرلیک لاندې د کتاب مخکتنه وکړه.

0
159

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د “یو کلن فعالیتونه او لاسته‌ راوړنې” تر سرلیک لاندې د کتاب مخکتنه وکړه.

15 دسمبر 2022

 

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو ادارې د بهرنیو چارو وزارت د ( یو کلن فعالیتونه او لاسته‌راوړنې ) تر سرلیک لاندې د کتاب مخکتنه وکړه.

 

په دغو جوړو شویو مراسمو کې د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان ویلي: هوسا، پرمختللی او له ستونزو پاک افغانستان ته هغه وخت رسېدلی شو، چې افغانستان هم په کوردننه له اختلافاتو خلاص شي او هم له نړۍ سره له ټکره راووځي.

هغه زیاته کړې؛ افغانستان به نور د لویو ځواکونو د سیالیو ډګر نه وي. دلته که سیالي وي هغه به مثبته وي، هغه به پر دوه اړخیزو اړیکو ولاړه وي، هغه به پر منافعو ولاړه وي، هغه به پر ملي ګټو ولاړه وي او مهمه داده، چې هغه به د اسلام د مبارک دین له اصولو سره برابره وي.

 

تاریخ پوره پاملرنه غواړي، چې کوم نظامونه کامیاب شوي او کوم د تاریخ کندې ته غورزېدلي؛ هغه نظامونه، چې یا یې پردي فکرونه راوړي هغه ناکامه شوي، هغه نظامونه، چې یوازې جزباتو ته تسلیم شوي ناکامه شوي او هغه نطامونه ناکامه شوي، چې شخصي مزاجونه یې پر نورو تپلي هغه ناکامه شوي دي.

اړوند موضوعات

کابل کې د چین سفیر د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال سره وکتل.

هغه نظامونه، چې له دې ټولنې راپورته شوي؛ د ټولې ارزښتونه یې په نظر کې نیولي، دوی کامیابه شوي دي. اوسنی نظام له همدې ټولنې راپورته شوی؛ خو دا ولس یوازې زمونږ پر بڼو او شکلونو مین ندی، خلک عمل غواړي، خلک له مونږ کار او د خپلو اړتیاوو پوره کېدل غواړي.

Leave a reply