د پاکستان تحريک انصاف چيئرمېن عمران خان د اسمبلۍ تحليل په اړه قانوني مشاورت مکمل کړی دی
باغی ټي وي رپورټ
لاهور: د پاکستان تحريک انصاف چيئرمېن عمران خان د اسمبلۍ تحليل په اړه قانوني مشاورت مکمل کړی دی.
د پي ټي آئي سرچينو ترمخه قانوني ماهرانو عمران خان ته د ټولو قانوني او آئيني معاملو په اړه معلومات ورکړل، عمران خان د قانوني ماهرانو نظر هم واخستو۔
دسرچينو له مخې عمران خان دقانون پوهانو څخه په بيلا بيلو قانوني مسلو پوښتنې هم وکړې.
سرچينې وائي دقانون پوهانو عمران خان ته وئيلي دي چې داسمبلۍ دقانون له مخې دگورنر سمري ترلاسه کولو وروستو په ٤٨ؤ ساعتو کې دننه اسمبلۍ منحل کيږي.
دسرچينو ترمخه عمران خان تر دريوؤ اونيو پورې داسمبلۍ تحليل کولو په اړه دبيلا بيلو قانوني ماهرينو سره مشورې کړي اؤ عمران خان به نن اؤ سبا دپارټۍ مشرانو اؤ اسمبلۍ غړو سره نور صلاح مشورې کوي.
سرچينې دا هم وائي چې عمران خان به ددسمبر په 17مه نيټه په ليبرټي چوک کې داسمبلۍ ماتولو اؤ نورو مسلو په اړه اعلانونه کوي.
ياده دي وي چي تيره ورځ عمران خان وئيلي وو چي د دسمبر په 17مه نيټه به د اسمبلئ منحلولو اعلان کوي، بل اړخ ته د قانون وزير سينيټر اعظم نذير تارڑ په خپل بيان کښي وئيلي وو چي عمران خان دي د پرون نه نن اسمبليان منحل کړي۔ حکومتي ټاکنې به په ۹۰ ورځو کې ترسره شي.
د ګورنر پنجاب بلیغ الرحمان یو بیان هم مخې ته راغلی چې پکښې هغه ویلي وزیر اعلی د اسمبلۍ منحل کولو آئيني اختیار لري نو زه هم دا اختیار لرم چې وزیراعلی ته د اعتماد ووټ واخلې.