تېر یو نیم کال افغانستان سره دوه ملیارده ډالره بشري مرسته شوې

تېر یو نیم کال افغانستان سره دوه ملیارده ډالره بشري مرسته شوې
د تېر یو نیم کال په ترڅ کې دغه دوه ملیارده ډالره مرسته په داسې مهال کیږي چې لا هم د افغانستان نوی حکومت د نړۍ هېڅ کوم هېواد له لوري په رسمیت نه دی پېژندل شوی چې له امله یې ګڼ شمېر افغانان له سختو ستونزو سره مخ دي.
(2022 / 12 / 15 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د باختر اژانس د راپور له مخې د تازه څلوېښت میلیونه ډالرو بشري مرستو سره افغانستان باندې د اسلامي امارت تر حاکمېدو بیا تر ننه افغانستان سره نژدې دوه ملیارده ډالره بشري مرسته ترسره شوې ده.
که څۀ هم د افغانستان نهه نیم ملیارده ډالره شتمني کنګل شوې، خو نړیوال بانک هره اونۍ افغانستان سره د بشري مرستو په نوم څلوېښت میلیونه ډالره مرسته کوي.
د راپورونو له مخې د دغو څلوېښت میلیوني نغدي بشري مرستو ۵۱ کڅوړې تر اوسه د افغانستان بانک ته تسلیم شوي دي.
له دغو مرستو څخه یې په سلګونه میلیونه ډالره د افغانستان بانک او د مالیې وزارت د داوطلبۍ له لارې د افغانیو ارزښت ساتلو لپاره بازار ته وړاندې کړي، تر څو د بهرنیو اسعارو په مقابل کې د افغانیو ارزښت ثابت وساتل شي.
اړوند موضوعات:
امریکا پۀ ملګرو ملتونو او نړۍوالو خیریه بنسټونو غږ کړی چې افغانستان سره مرستې ډېرې کړي