امریکا پۀ ملګرو ملتونو او نړۍوالو خیریه بنسټونو غږ کړی چې افغانستان سره مرستې ډېرې کړي
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په تازه ټوېټ پیغام کې ویلي چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو له مشر او دغه راز د سره صلیب نړیوالې کمېټې له مشر سره یې په افغانستان کې پر روان وضعیت او بشردوستانه مرستو خبرې کړې دي.
(2022 / 1 / 15 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
امریکا پر ملګرو ملتونو او نړیوال سره صلیب غږ کړی چې له افغانستان سره خپلې مرستې پراخې کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په تازه ټوېټ پیغام کې ویلي چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو له مشر او دغه راز د سره صلیب نړیوالې کمېټې له مشر سره یې په افغانستان کې پر روان وضعیت او بشردوستانه مرستو خبرې کړې دي.
بلینکن وايي په دې خبرو کې له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو پر دوام او د هڅو پر همغږي کولو ټینګار شوی دی.
هغه زیاته کړې چې امریکا د افغانستان د خلکو ساتنې او له دوی سره بشردوستانه مرستو ته ژمنه ده او خپلو هڅو ته به ادامه ورکوي.
بلینکن تېره ورځ هم په یوه مرکه کې له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو پر دوام او پراختیا ټینګار کړی و.










Leave a Reply