د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال نن ورځ د تخار ولایت له یو شمیر قومي مخورو سره کتلي.

0
108

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال نن ورځ د تخار ولایت له یو شمیر قومي مخورو سره کتلي.

14 دسمبر 2022

 

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن د تخار ولایت دخواجه بهاء الدین ولسوالۍ له یو شمېر قومي مشرانو او مخورو سره ولیدل.

 

په سپيدار ماڼۍ کې په دې ناسته کې یادو مشرانو وویل، د افغانانو هیله په هېواد کې د اسلامي نظام ټینګښت وو چې له نېکه مرغه دې هدف ته رسېدلي دي.

 

دوی زیاته کړه، د اسلامي نظام د ثبات او ټينګښت لپاره هر راز همکارۍ ته چمتو دي. هغوی ،د یادې ولسوالۍ د اوسېدونکو ستونزې هم د ریاست الوزراء له سیاسي مرستیال سره شریکې کړې.

 

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له یادو مشرانو څخه د مننې ترڅنګ دوی ته وویل، د اسلامي امارت دروازې د ټولو افغانانو پر مخ خلاصې دي او مسؤولین د خلکو په خدمت کې دي.

اړوند موضوعات

د ریاست الوزراء سیاسي د فاریاب ولایت ځینو قومي مشرانو، علماؤ او صنعتکارانو سره ولیدل.

نوموړي یادو مشرانو او مخورو ډاډ ورکړ چې د دوی د ستونزو حل ته به جدي پام وکړي.

Leave a reply