د ریاست الوزراء سیاسي د فاریاب ولایت ځینو قومي مشرانو، علماؤ او صنعتکارانو سره ولیدل.

0
170

د ریاست الوزراء سیاسي د فاریاب ولایت ځینو قومي مشرانو، علماؤ او صنعتکارانو سره ولیدل.

12 دسمبر 2022

 

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي پرون ماښام د فاریاب د اندخوی څلورګونه ولسوالیو په مرکز کې د اندخوی علماو، مشایخو، سپين ږیرو، تاجرانو او صنعتکارانو سره وکتل او پر بېلابېلو مسایلو یې بحث او خبرې وکړې.

 

یادو قومي مشرانو، علماؤ او صنعتکارانو د اسلامي امارت څخه خوښي وښودله، خپلې ستونزې یې د ریاست الوزراء اداري مرستیال سره خپلې ستونزې شریکې کړې او د حل غوښتنه یې وکړه.

 

اداري مرستیال حنفي په دې کتنه کې چې د اندخوی خلکو خپلې ستونزې او غوښتنې مطرح کړې، ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډ یې ورکړ چې د قوش تپې کرنیز کانال لویې پروژې بشپړولو سره چې د بلخ کلدار ولسوالۍ څخه د فاریاب تر اندخوی پورې ۲۸۵کیلو متره اوږدوالی لري او کاملا له ملي بودجې څخه تمویلېږي، د اوبو د کموالي ستونزه ورسره حل کېږي او د اندخوی سلګونه جریبه ځمکه خړوبېږي.

اړوند موضوعات

د ریاست الوزراء اداري مرستیال بلخ ولایت کې د علماؤ، صنعتکارانو او پوهانو سره وکتل.

او همدا راز یې د هغوی د ستونزو د حل او مشکلاتو د حل کولو ژمنه هم ترسره کړه.

Leave a reply