د لغمان ولایت الینګار او الیشنګ کې دوه ښوونځۍ بیا ورغول شول.

0
98

د لغمان ولایت الینګار او الیشنګ کې دوه ښوونځۍ بیا ورغول شول.

14 دسمبر 2022

 

لغمان ولایت کې د سویډن موسسې په تخنیکي همکارۍ او د سیدا موسسې په مالي لګښت په الینګار او الیشنګ ولسوالیو کې دوه ښوونځي بیا ورغول شول.

 

د لغمان د پوهنې رئیس مولوي شاه جهان ساجد پر وینا چې الینګار کې د قلعټکې د انجونو او الیشنک کې د قلعه نجیل د هلکانو لیسو د احاطو او تعمیرونه بیارغونه د سویډن موسسې لخوا د سیدا موسسې په مالي لګښت ورغول شول.

اړوند موضوعات

کډوالو چارو وزارت: لغمان ولایت کې نیږدې ۱۵۰ کورنیو ته دایمي سرپناوې جوړیږي.

د لغمان والي قاري زین العابدین عابد د یادو پروژو په پرانستو خوښي څرګنده کړه او داسې پروژې یې د لغمان لپاره ډیرې ګټورې یادې کړې، هغه وویل د قلعټکې او قلعه نجیل په لیسو ۱۳ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی دی چې د سیدا موسسې لخوا ورکړل شول.

Leave a reply