کډوالو چارو وزارت: لغمان ولایت کې نیږدې ۱۵۰ کورنیو ته دایمي سرپناوې جوړیږي.

0
65

کډوالو چارو وزارت: لغمان ولایت کې نیږدې ۱۵۰ کورنیو ته دایمي سرپناوې جوړیږي.

14 دسمبر 2022

د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت د لغمان ولایت د کډوالو چارو د ریاست په همکارۍ د UNHCR موسسې په مالي لګښت د WAW موسسې لخوا د علینګار ولسوالۍ اړوند د قصبې او مسکین اباد ساحو او د مهترلام اړوند د عمرزیو د ساحې ١٣٧راستنېدونکو، داخلي بېځایه شوو او د سیمې بې وزله کورنیو ته، د ٤٥٢١٠٠ امریکاي ډالرو په ارزښت دایمي سر پناه جوړیږي.

 

په دغه سرپناه کې هرې کورنۍ ته د ٣٣٠٠امریکایي ډالرو په ارزښت دوه اطاقونه ،یو پخلنځی او یو تشناب د نقشې سره سم په پام کې نیول شوي دی.

 

د کار د شروع کولو له پاره ورته د لمړني قیسط توزیع چې ١٣٢٠ امریکایي ډالر په نظر کې نیول شوي وه د کډوالو چارو رﺉیس مولوي غلام الرحمن بلال او د ولایت مقام اداري رﺉیس مولوي صاحب جمالدین هاشمي په خپلو لاسونو پیل کړه.

اړوند موضوعات

 

د ایران په غونډه کې د افغان کډوالو پر ستونزو خبرې شوي دي 

د یادولو وړ ده چې یادو کورنیو سروې د کډوالو چارو دریاست او WAWموسسې د کډو ټيمونو له خوا څه موده وړاندې تر سره شوې وه.

Leave a reply