افغاني سرې میاشتې د فرانسويانو روغتون ته ۲۸ تنه د ﺯړه په سوري اخته ماشومان د علاج لپاره ورپیژندلي.

افغاني سرې میاشتې د فرانسويانو روغتون ته ۲۸ تنه د ﺯړه په سوري اخته ماشومان د علاج لپاره ورپیژندلي.
13 دسمبر 2022
د افغاني سره میاشت ټولنه تل هڅه کوي؛ ترڅو د هغو بيوﺯلو کورنیو لاسنیوى وکړي، چې د درملنې وس نلري، نو په همدې موخه یادې ټولنې یوځل بیا د سوري زړه پر ناروغۍ اخته ۲۸ تنه ماشومان د عملياتو په موخه د فرانسويانو روغتون ته وروپېژندل.
د یادو ناروغانو ناروغۍ ته په کتو په هر تن له ۷۵۰ تر ۲۳۵۰ ډالرو لګښت راځي، چې ټول د افغاني سرې مياشتې له لورې ورکول کيږي.
د يادونې وړ ده چې د سږکال په جريان کې تر اوسه ۴۳۳ تنه د ﺯړه په سورې اخته ماشومان د افغاني سرې مياشتې په مرسته تداوي شوي.
اړوند موضوعات
سره میاشت: قطر کابل کې د سوري زړه پر ناروغۍ د اخته ۱۶۹ ماشومانو لګښت پر غاړه اخلي.
دا پروسه د نړيوالو مرستندويه خيريه ټولنو، خير پاله هيوادوالو او بشرپاله هيوادونو په مرسته او د افغاني سرې مياشتې د مشرتابه په هلو ځلو لا هم دوام لري.





