ټولګټو وزارت: د کندهار ـ هرات لویه لار ۶۵ کیلو متره اساسي جوړیږي.

0
229

ټولګټو وزارت: د کندهار ـ هرات لویه لار ۶۵ کیلو متره اساسي جوړیږي.

13 دسمبر 2022

د کندهار ـ هرات لویه لار ۶۵ کیلو متره «د کندهار باغ‌پُل څخه بیا د هلمند تر حدودو پورې» جوړیږي.

 

د دغه لارې د جوړېدو چارې یې د سه شنبې په ورځ رسماً د پټۍ په پرېکولو سره پيل شوې، چي د پيل په مراسمو کي ئې د ټولګټو چارو وزارت حقوقي سلاکار مولوي حبیب‌الرحمن‌، د کندهار د ټولګټو چارو رئیس ملاعبدالهادي او د دې پروژې انجنیرانو ګډون کړی وو.

 

د ټولګټو چارو وزارت حقوقي سلاکار مولوي حبیب‌الرحمن‌ وویل، د کندهار ـ هرات لویه لار چي ډېره خرابه ده او ولس ته ئې د تګ راتګ پرمهال ډېري ستونزي رامنځته کړي؛ نو د مشرتابه د لارښووني او د ټولګټو وزارت تر رهبرۍ لاندي ئې رسماً نن د ۶۵ کلیومتره هغه سړک د جوړېدو چاري پيل کړې.

هغه زیاته کړه دغه لار چې ډېره تخریب شوی او د دې سړک د جوړیدو ټول لګښت د ټولګټو وزارت له بودیجې څخه ورکول کیږي.

 

مولوي حبیب‌الرحمن آغا زیاته کړه، د ټولګټو چارو وزارت له لوري د دې سړک د جوړېدو ترڅنګ د کندهار ـ کابل لویي لاري، د کندهار ـ دهراود لويي لاري او هم د معروف ـ کندهار لاري د جوړېدو چاري خورا په چټکۍ سره رواني دي او همدا راز ئې ډاډ څرګند کړ، چي د کندهار د باغ‌پُل د بیارغوني لپاره ټیمونه ترتیب سوي او ډېر ژر به عملاً ورباندي کار پيل کړي.

اړوند موضوعات

د کابل_کندهار لویې لارې د رغولو چارې غزني مرکز څخه تر مقر پورې پیل شوې.

د یادي پروژې مسئول انجنیر شېرحسن خوشیوال وايي، یاده پروژه کي د سړک د ټولو تخریب سویو ځایونو ترڅنګ د پُلونو او پُلچکونو جوړېدل هم شامل دي، چي په خبره ئې ټول به په اساسي بڼه خورا په چټکۍ سره جوړ کړي.

Leave a reply