اسلامي امارت د ملي تدارکاتو کمیسیون جوړ او مشر یې ملابرادر اخند ټاکلی.
اسلامي امارت د ملي تدارکاتو کمیسیون جوړ او مشر یې ملابرادر اخند ټاکلی.
13 دسمبر 2022
د افغانستان د اسلامي امارت د مشرتاب مولوي هبة الله اخندزاده د ۲۰۲ګڼې حکم پر اساس د ملي تدارکاتو کمېسیون جوړ شو.
یاد ملي تدارکاتو کمېسیون چې مشري یې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په غاړه ده، موخه یې د شفافیت تامینول، مؤثر خدمتونو وړاندې کول، تدارکاتي ستونزو ته د حل لارو موندل او تدارکاتي چارو فعالیت او تنظیم ده.
د یاد کمېسیون غړي د مالیي او اقتصاد وزارت سرپرست وزیران، د چارو ادارې لوی رئیس او د پروژې پر بنسټ د اړوند سکتوري وزارت سرپرست دی.
اړوند موضوعات
اسلامي امارت: د پاکستان حکومت دې د پاروونکو کړنو مخنیوي ته جدي توجه وکړي.
د یاد کمیسیون لومړنۍ غونډه نن ورځ د قوس د میاشتې په ۲۲مه نېټه د ملابرادر په مشرۍ مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه.
حماد