اسلامي امارت: د پاکستان حکومت دې د پاروونکو کړنو مخنیوي ته جدي توجه وکړي.

0
103

اسلامي امارت: د پاکستان حکومت دې د پاروونکو کړنو مخنیوي ته جدي توجه وکړي.

12 دسمبر 2022

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې د چمن او بولدک په فرضي کرښه د برید په غبرګون کې ویلي چې دا ډول پیښې خواشینونکي دي او باید د بیا تکرار مخه یې ونیول شي.

اعلامیه زیاتوي: پرون د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سپين بولدک-چمن د تګ راتګ پر لاره خواشینوونکې پېښه رامنځ ته شوه چې دواړو خواوو ته یې مرګ ژوبله هم واړوله.

 

د دغه ډول پېښو تکرار د افسوس وړ دی، اسلامي امارت په خپله برخه کې جدي هڅه کوي چې د داسې پېښو مخنیوی وشي او د پاکستان له حکومت څخه هم غواړو چې د داسې پاروونکو کړنو مخنیوي ته جدي توجه وکړي چي د تاوتریخوالي سبب ګرځي او د دواړو هېوادونو پر اړیکو منفي اغېز کوي.

اړوند موضوعات

اسلامي امارت: کابل کې د پاکستان پر سفارت برید کوونکی یو بهرنی تبعه او داعش اړوند تن نیولی.

یاده دې وي چې تیره ورځ یو ځل بیا د پاکستان او افغانستان د سرحدي ځواکونو تر مینځ فرضي کرښې ته څیرمه جګړه رامنځته شوه، چې دواړو لوریو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
حماد

Leave a reply