اسلامي امارت: ننګرهار کې د دوه کورنيو ترمنځ د کلونو دښمني په سوله بدله شوه.

0
104

اسلامي امارت: ننګرهار کې د دوه کورنيو ترمنځ د کلونو دښمني په سوله بدله شوه.

13 دسمبر 2022

د افغانستان اسلامي امارت د ننګرهار ولایت له مقام څخه په خپره شوې یوه خبرپاڼه کې راغلي چې د ننګرهار والي ملا نعيم اخند، د ولايت مرستيال مولوي رباني ناصح د يو شمېر نورو مسئولينو، مخورو او علماء کرامو په منځګړيتوب د مولوي نيک محمد رهبر او ميا قدير خان کورنيو ترمنځ د کلونو دښمني ختمه او ترمنځ يې روغه جوړه وشوه.

 

‏د علماء کرامو او قومي مخورو په استازيتوب د جهادي مدرسې مشر شيخ سلطان محمد ثاقب، شيخ فداء محمد او شيخ آغا خان د انسان نا حقه وژنه کبیره ګناه وبلله او غوښتنه يې وکړه ترڅو دواړه کورنۍ په سوله او ورورولۍ کې ژوند وکړي.

 

د يادې غونډې پر مهال د ننګرهار امنيه قوماندان، استخباراتو او اقتصاد رئيسانو، مخورو او علماوو هم حضور درلود.

د دواړو کورنيو په استازيتوب قاري محمد او خادم بلال له مسئولينو، قومي مشرانو او علماء کرامو مننه وکړه چې د دوی په روغه جوړه کې يې هلې ځلې کړي او دواړو کورنيو يو بل ته د مينې او خلوص غيږو په ورکړې سره بخښنه وکړه.

اړوند موضوعات

اسلامي امارت: نورستان ولايت کې د ۹۱ کلونو پخوانۍ شخړه حل او بدي په سوله بدله شوه.

دوي د افغانستان اسلامي امارت له مسئولينو هم مننه وکړه چې د دواړو کورنيو د روغې جوړې برخه کې يې خپل مسئوليت صادقانه اداء کړ.

حماد

Leave a reply