په تخار ولایت کې چارواکي وايي، د یوې کورنۍ له خوا د یوه ماشوم د پلورلو مخه نیول شوې ده

په تخار ولایت کې چارواکي وايي، د یوې کورنۍ له خوا د یوه ماشوم د پلورلو مخه نیول شوې ده
د بې وزلۍ او د کافي خوراکي توکو د نشتوالي له امله یو شمېر افغان کورنۍ خپل ماشومان د پیسو په بدل کې پلوري، څو له لوږې ځان وژغوري. د ژمي د موسم په رارسیدو او د افغانستان لرې پرتو سیمو ته د مرستو د بندیدو سره په دغه هیواد کې د ماشومانو د خرڅلاو کچه مخ په زیاتیدو ده.
(2022 / 12 / 12 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
په تخار ولایت کې چارواکي وايي، د یوې کورنۍ له خوا د یوه ماشوم د پلورلو مخه نیول شوې ده. له طبيعي پېښو سره د مبارزې رياست مسوولين وايي، د دغه ولايت په بهارک ولسوالۍ کې يوې کورنۍ د بې وزلۍ او مالي ستونزو له امله پلان درلود چې خپل ماشوم وپلوري، چې پر دغې کورنۍ د مرستو د وېش له امله يې مخه ونيول شوه.
د دغه ماشوم پلار له طبيعي پېښو سره د مبارزې رياست له مرستو مننه وکړه او له مرستندويه ادارو يې د لا زياتو مرستو غوښتنه وکړه.
د بې وزلۍ او د کافي خوراکي توکو د نشتوالي له امله یو شمېر افغان کورنۍ خپل ماشومان د پیسو په بدل کې پلوري، څو له لوږې ځان وژغوري.
اړوند موضوعات:
د ژمي د موسم په رارسیدو او د افغانستان لرې پرتو سیمو ته د مرستو د بندیدو سره په دغه هیواد کې د ماشومانو د خرڅلاو کچه مخ په زیاتیدو ده.






