ملګرو ملتونو د افغان ماشومانو پر پلور اندېښنه څرګنده کړې 

0
96

ملګرو ملتونو د افغان ماشومانو پر پلور اندېښنه څرګنده کړې 

د ملګروملتونو د بېلابېلو ادارو د اټکل له مخې نږدې ۹۵ سلنه افغانان کافي خواړه نه لري او د دې کړاو لویه برخه ماشومان او ښځې ګالي. د ملګرو ملتونو دا اندېښنه په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ يې د افغانستان د بشري کړکيچ د هواري لپاره د بسپنو راټولولو لويه غونډه دايره کړې وه.

 

(2022 / 4 / 16  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي پلټونکي دفتر يا سيګار وايي چې د ملګروملتونو جګپوړي چارواکي په افغانستان کې د ماشومانو د پلورلو له کبله اندېښمن دي.

سیګار پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې بېوزلي او بېوسي د دې سبب شوي چې ځینې کورنۍ د خپلو ماشومانو په پلور لاس پورې کړي څو د خپلو کورنیو د پاتې غړو ګېډې مړې کړي.

د ملګروملتونو د بېلابېلو ادارو د اټکل له مخې نږدې ۹۵ سلنه افغانان کافي خواړه نه لري او د دې کړاو لویه برخه ماشومان او ښځې ګالي. د ملګرو ملتونو دا اندېښنه په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ يې د افغانستان د بشري کړکيچ د هواري لپاره د بسپنو راټولولو لويه غونډه دايره کړې وه.

دوی په هغې غونډه کې د نږدې ۴.۵ ميلياردو ډالرو غوښتنه کړې وه خو يوازې د ۲.۴ ميلياردو ډالرو بسپنې پر راټولولو بريالي شول.

Leave a reply