هرات ولایت کې د افغاني سرې میاشتې له لورې د ۱۰۰۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته ترسره کړی.

هرات ولایت کې د افغاني سرې میاشتې له لورې د ۱۰۰۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته ترسره کړی.
11 دسمبر 2022
د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لورې په یوه تازه خپره شوې خپرپاڼه کې راغلي چې د یادې ټولنې له لورې هرات ولایت دوه ولسوالیو کې سلګونه اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.
خبرپاڼه زیاتوي: د بشري کړاوونو د راکمو په موخه، د يخ ژمي په درشل کې، د افغاني سرې مياشتې له لورې، د هرات ولایت ګلران ولسوالۍ اړوند ۵۰۰ وچکالۍ ځپلي بيوﺯله کورنيو ته د خوراکي توکو مرسته وشوه.
په یاده مرسته کې هرې کورنۍ ته؛ ۱۰۰ کیلو اوړه، ۲۴.۵کیلو وريژې، ۵ کیلو بوره، ۲ کیلو مالګه، يو کیلو شین چاى، ۱۰ لیټره غوړی، ۸ کیلو لوبیا او یو پاکټ BP5 بېسکوټ شامل و.
اړوند موضوعات
پیښو ته د رسیدو په چارو کې د دولت وزارت کابل کې ۴۰۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته کړی.
د يادونې وړ ده چې تيره ورځ د همدې ولايت په کشک کهنه ولسوالۍ کې هم ۵۰۰ وچکالۍ ځپلو کورنيو سره د افغاني سرې مياشتې له لورې ورته مرسته وشوه





