پیښو ته د رسیدو په چارو کې د دولت وزارت کابل کې ۴۰۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته کړی.
پیښو ته د رسیدو په چارو کې د دولت وزارت کابل کې ۴۰۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته کړی.
11 دسمبر 2022
د افغانستان اسلامي امارت پیښو ته د رسیدو په چارو کې د دولت وزارت په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې د یاد وزارت له لورې ۴۰۰ زیانمن شویو او بېوزله کورنیو ته په کابل کې خوراکي مرستې ووېشل شوې.
خبرزیاتوي: پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د بشري مرستو په ترڅ کې، ۴۰۰ زیانمن شویو او بېوزله کورنیو ته په کابل کې د خوراکي مرستو د وېش لړۍ پیل کړه.
ملا محمد عباس آخند پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر د خوراکي مرستو د وېش په ترڅ کې ووېل: ۴۰۰ زیانمن شویو او بېوزله کورنیو ته په دې پړاو کې هرې کورنۍ ته ۱۰۰ کیلو غنم او ۵۰ کیلو وریجې ووېشل شوې.
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر ووېل چې زیانمن شویو او بېوزلو ته رسېدنه یوازې زموږ مسوولیت نه؛ بلکې وجداني دنده مو هم ده.
اړوند موضوعات
د یاد وزارت سرپرست وزیر مستحقینو ته په عادلانه او شفاف ډول له وېش څخه ډاډ څرګند کړ او زیاته یې کړه چې دا مرستې به هر بې وزله او اړمنې کورنۍ ته رسیږي.