د پیښو سره د مبارزې وزارت سرپرست ننګرهار ولایت ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولایت مرستیال والي سره ولیدل.
د پیښو سره د مبارزې وزارت سرپرست ننګرهار ولایت ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولایت مرستیال والي سره ولیدل.
2 نومبر 2022
د ننګرهار ولایت مقام پخپله ټویټر پاڼه لیکلي چې دغه ولایت له مرستیال والي مولوي رباني ناصح سره هیواد کې د پیښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي وزارت سرپرست او مل پلاوي ولیدل.
سرپرست وزير ملا محمد عباس اخند په ليدنه کې وويل، چې دې ولايت ته يې د سفر په موخه د طبعي پېښو له امله پر زيانمنو شويو کورنيو د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستو وېشل دي.
نوموړي وويل، چې په ننګرهار کې يې د طبعي پېښو له امله د پنځلس زره کورنيو سروې کړې، چې يو شمېر کورنيو سره مرسته شوې او پاتې نورو سره به هم ډېر ژر لازمې مرستې تر سره شي.
د ولايت مرستیال مولوي محمد رباني ناصح د پېښو پر وړاندې چمتووالي وزير ته د همکارۍ او همغږۍ ډاډ ورکړ.
د يادې ليدنې پر مهال د ولایت مالي او تاميناتي رئیس مولوي شاهد نوراني، د دې ولايت پېښو پر وړاندې چمتووالي رئیس او نورو مسئولينو حضور درلود.
د ولايت مرستيال مولوي محمد رباني ناصح د پېښو پر وړاندې چمتووالي وزير څخه مننه وکړه، چې دې ولايت ته يې د طبعي پېښو له امله زيانمنو شويو کورنيو سره د مرستو تر سره کولو په موخه سفر کړی.
نوموړي وويل، چې ننګرهار کې سږکال طبعي پېښو له امله ډيری کورنۍ زيانمنې شوي، چې بايد ورته لازمه پاملرنه وشي، هغه همدا راز د طبعي پېښو زيانمنو شويو کورنيو سره د نورو مرستو تر سره کولو غوښتنې هم وکړې.
اړوند موضوعات
د پیښو سره د مبارزې وزارت ننګرهار کې د ۴۷۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وکړه.
د پېښو پر وړاندې چمتووالي وزير وويل، چې دا مرستې يواځې هغو کورنيو لپاره دي، چې په دې وروستيو کې د طبعي پېښو له امله زيانمنې شوي دي.