د پیښو سره د مبارزې وزارت ننګرهار کې د ۴۷۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وکړه.
د پیښو سره د مبارزې وزارت ننګرهار کې د ۴۷۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وکړه.
1 نومبر 2022
له طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت وايي، په ننګرهار کې له ۴۷۰ کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو د مرستو د وېش لړۍ پیل شوې ده.
د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت سرپرست د مرستو د وېش پر مهال وویل، چې د هېواد له طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت ژمن دی، چې په هېواد کې ټولو قربانیانو ته یو شان درملنه وکړي.
د یاد وزارت سرپرست ملا عباس اخند وويل: نن په ننګرهار کې پر ۴۷۰ کورنيو خوراکي او غير خوراکي توکي وويشل شول او دا لړۍ دوام لري.
اړوند موضوعات
افغاني سرې میاشتې ټولنې د کاپیسا تګاب کې د ۱۱۰ سیلاب ځپلو کورنیو سره نغدي مرسته وکړه.
د يو بل خبر له مخې، د لومړي وزير د دفتر عمومي رييس د سوېلي افريقا له يوه پلاوي سره په کتنه کې وويل، چې د مرستندويه بنسټونو مرستې بايد په شفاف ډول ووېشل شي.