افغاني سرې میاشتې ټولنې د کاپیسا تګاب کې د ۱۱۰ سیلاب ځپلو کورنیو سره نغدي مرسته وکړه.
افغاني سرې میاشتې ټولنې د کاپیسا تګاب کې د ۱۱۰ سیلاب ځپلو کورنیو سره نغدي مرسته وکړه.
1نومبر 2022
د افغاني سرې میاشتې ټولنې په خپله یوه تازه خبرپاڼه کې ویلي چې د یادې ټولنې د کاپیسا ولایتي ریاست له لورې د دغه ولایت تګاب ولسوالۍ کې د وروستیو سیلاب ځپلو کورنیو سره نغدي مرسته وکړه.
خبر زیاتوي د افغاني سرې میاشتې د کارکوونکو او رضاکارانو له لوري د کاپیسا ولایت تګاب ولسوالۍ کې ۱۱۰ سیلاب ځپلو کورنیو ته ۱۱۰۰۰۰۰ نغدي مرسته وویشل شوه.
اړوند موضوعات
یاده مرسته هغو کورنیو ته وویشل شوه چې وروستیو کې یې سیلابونو کورونه ړنګ کړي وو، چې هرې کورنۍ ته ۱۰۰۰۰ افغانۍ ورکړل شوې.