افغاني سرې میاشتې ټولنې پکتیکا کې د سلګونه زلزله ځپلو کورنیو سره د کورونو د ترمیم لپاره نغدي مرسته وکړه.

0
187

افغاني سرې میاشتې ټولنې پکتیکا کې د سلګونه زلزله ځپلو کورنیو سره د کورونو د ترمیم لپاره نغدي مرسته وکړه.

31 اکتوبر 2022

د افغاني سرې میاشتې ټولنې ویاند پخپله ټویټر پاڼه نشر کړي چې د یادې ټولنې له لورې پکتیکا زلزله ځپلو کورنیو سره د کورونو د ترمیم لپاره نغدي مرسته وشوه.

 

هغه زیاته کړه د افغاني سرې میاشتې له لوري نن د دوشنبې په ورځ د ربیع الثاني پر ۶مه د پکتیکا ولایت برمل ولسوالۍ کې د ۵۳۰ زلزله ځپلو کورونو د ترمیم د پروسې له ۲۲۳۸۶۶۶۶ افغانیو نغدي مرستې څخه د ۱۳۴۳۲۰۰۰ افغانیو نغدي مرسته وویشل شوه.

 

له یادې نننۍ ویشل شوې مرستې ۹۰ کورنیو ته ۴۴۰۰۰ افغانۍ ۱۶۶ کورنیو ته ۲۹۰۰۰ افغانۍ او ۲۷۴ کورنیو ته ۱۷۰۰۰ افغانۍ نغدي مرسته وویشل شوه. پاتې مرسته به هم پر همدغو کورنیو ډېر زر وویشل شي.

اړوند موضوعات

د افغاني سرې میاشتې ټولنې نورستان ولایت کې د ۴۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.

د یادې پروسې د تطبیق په موخه افغاني سرې میاشتې د انجینرانو، کارکوونکو او رضاکارانو استخدام هم ترسره کړی.

Leave a reply