د افغاني سرې میاشتې ټولنې نورستان ولایت کې د ۴۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې نورستان ولایت کې د ۴۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.
28 اکتوبر 2022
د افغاني سرې میاشتې ټولنې په خپله یوه تازه خبرپاڼه کې ویلي چې یادې ټولنې د نورستان ولايت برګمټال ولسوالۍ ٤٠٠ بېوزله کورنیو ته د خوراکي توکو مرسته ووېشله.
افغاني سرې میاشتې د ربيع الثاني په ٢مه د نورستان ولايت برګمټال ولسوالۍ ٤٠٠ بېوزلو او مستحقو کورنیو ته، د نړيوال فدراسيون له لوري ٨ قلمه چمتو شوې خوراکي توکي ووېشل.
اړوند موضوعات
پروان ولایت کې نیږدې ۵زره اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته کیږي.
ياده مرسته کې هرې کورنۍ ته ١٠٠ کيلو اوړه، ٢٥ کيلو وریجې، ۱۰ لېټره غوړي، ٨ کیلو لوبيا، يو کيلو شين چاى، ٢ پاکټه مالګه، ٥ کيلو بوره او يو پاکټ (BP-5) بسکويت شامل وو، ووېشل شو.






