اسلامي امارت: ټولو رسنيو ته د اسلامي ارزښتونو او ملي ګټو او مسلکي چلند په چوکاټ کې د آزادانه فعاليت ډاډ ورکوو.

0
222

اسلامي امارت: ټولو رسنيو ته د اسلامي ارزښتونو او ملي ګټو او مسلکي چلند په چوکاټ کې د آزادانه فعاليت ډاډ ورکوو.

2 نومبر 2022

د بهرنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خبرپاڼه کې راغلي چې اسلامي امارت د واقعيتونو د موندنې او انعکاس پر اهميت ټينګ باور لري او د دغې موخې د تحقق لپاره يې رسنيو او کارکوونکو ته د فعاليت د اجازې تر څنګ اړينو معلوماتو او د هيواد هرې سيمې ته د لاسرسي مساعد کاري چاپيريال برابر کړی؛ چې له برکته یې په هيواد کې له ۲۷۰ زياتې داخلي رسنۍ فعاليت کوي.

په دې برسېره په هيواد کې ۱۴ بهرنۍ رسنيزې شبکې دايمي شتون لري او د ۱۴۰۱ کال له پيل را پدېخوا تر اوسه د اسيا، اروپا، امريکا او استراليا لويو وچو اړوندو بېلابېلو هيوادونو څخه د ۱۹۶ رسنيزو شبکو اړوند تر ۷۰۰ زياتو بهرنيو ژورناليستانو ته د راتګ او راپور جوړونې اسانتياوې چمتو کړي.

اسلامي امارت ټولو رسنيو ته د اسلامي ارزښتونو او ملي ګټو سره سم د مسلکي چلند په چوکاټ کې د آزادانه فعاليت او خونديتوب ډاډ ورکوي.

اړوند موضوعات

اسلامي امارت هغه راپورونه رد کړل، چې ګواګی ملابرادر اخند به په نیږدې راتلونکي کې د امریکایي لوري سره خبرې وکړي.

د یادولو ده چې د اسلامي امارت د بشپړ حاکمیت را وروسته د هیڅ خبریال وژنه نده رامنځته شوې او نه هم د رسنیو استازي او مراکز له امنیتي ننګونو سره مخ شوې دي.

Leave a reply