هند د افغانستان، پاکستان او بنګله دېش غیر مسلمانه اتباعو ته تابعیت ورکوي.

هند د افغانستان، پاکستان او بنګله دېش غیر مسلمانه اتباعو ته تابعیت ورکوي.
2 نومبر 2022
په هند کې غیر مسلم اقلیتونو ته د تابعیت ورکولو یوه مرکز پریکړه کړې چې د هندویزم، عیسویت، بودیزم او نورو هغو پیروانو ته چې له افغانستان، پاکستان او بنګله دیش څخه هلته تللي د هند تابعیت ورکړي.
د رسنیو د راپورونو له مخې، د هند حکومت ویلي چې د هند د تابعیت دغه سند به هغو کسانو ته ورکړل شي، چې د پورتنیو اتباعو په ګډون د هند د ۱۹۵۵ کال د تابعیت قانون پر بنسټ د ګجرات په دوو سیمو کې ژوند کوي.
د هندي رسنیو له مخې، د کورنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې چې د سه شنبې په ورځ خپره شوه، ویل شوي چې د ګجرات ایالت په آنند او مهسانه ولسوالیو کې مېشت هندوان، سکهان، بودا، جین، پارسي او عیسویان د ۵ سیکشن پر بنسټ د تابعیت قانون 1955 اجازه لري چې د هند تابعیت لپاره راجستر شي.
د راپورونو له مخې دغو کسانو ته به د هند د تابعیت قانون د شپږمې مادې پر بنسټ چې په ۱۹۵۵ کال کې تصویب شوی او همدارنګه د دغه هېواد د ۲۰۰۹ کال د تابعیت قانون د احکامو له مخې تابعیت ورکړل شي.
د هند د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان، پاکستان او بنګله دېش هغه غیر مسلمان چې د ګجرات په آنند او مهسانه کې ژوند کوي، چې غواړي د هند د تابعیت له حق څخه برخمن شي، خپل غوښتنلیکونه دې آنلاین وسپاري.
دا غوښتنلیکونه به د ترلاسه کونکو لخوا تایید شي او بیا به مرکزي حکومت ته وړاندې شي.
د هند د کورنیو چارو وزارت دا پرېکړه په داسې حال کې کړې، چې یو شمېر هندي اتباعو د افغانستان، پاکستان او بنګله دېش غیر مسلمانانو ته د تابعیت ورکولو په اړه د خپل هېواد د کورنیو چارو وزارت د اقدام په وړاندې اعتراض کړی دی.





