پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مرستیال د اوچا د پلټنې او ارزونې له مسوولې سره وکتل.

0
214

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مرستیال د اوچا د پلټنې او ارزونې له مسوولې سره وکتل.

11 دسمبر 2022

د افغانستان اسلامي امارت پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې مولوي شرف الدین مسلم، پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مرستیال، تیره ورخ د اغلې هاتم، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږي دفتر د پلټنې او ارزونې مسوولې سره وکتل او د بشري سازمانونو د فعالیتونو او کړنو په اړه یې خبرې وکړې.

 

په دې کتنه کې د اوچا د پلټنې او ارزونې مسوولې ووېل چې موږ غواړو ترڅو د مرستندویه بشري سازمانونو فعالیتونه چې د وروستۍ زلزله ځپلو ته د رسېدنې او ځواب وینې لپاره یې ترسره کړي، و ارزوو چې هغه څومره اغېزمن و او د ښه والي لپاره یې کړنلارې وړاندې کړو.

 

ورپسې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مرستیال وویل چې د وروستۍ زلزله ځپلو لپاره د مرستو د تنظیم او رسیدنې کمېسیون لخوا منظمه همغږي رامنځته شوی او همدارنګه د هغوۍ لپاره د بېړنۍ ځواب وینې په برخه کې هم اړین ګامونه د حکومت او موسسو لخوا ترسره شوي.

اړوند موضوعات

پیښو ته د رسیدو په چارو کې د دولت وزارت کابل کې ۴۰۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته کړی.

 

دوی زیاته کړه چې د سرپناه جوړولو په برخه کې چې اساسي موضوع ده، څرنګه چې لازمه وه د پکتیکا ولایت په برمل او ګیان ولسوالیو کې کار ندې ترسره شوې او باید په نږدې راتلونکې کې د هغوۍ اړتیاوې په پام کې ونیول شي.

Leave a reply