پیښو سره د مبارزې وزارت کندهار ولایت بیلابیلو سیمو کې نیږدې ۱۴۰۰ سیلاب ځپلو کورنیو سره مرستې کړي.

0
134

پیښو سره د مبارزې وزارت کندهار ولایت بیلابیلو سیمو کې نیږدې ۱۴۰۰ سیلاب ځپلو کورنیو سره مرستې کړي.

8 دسمبر 2022

د افغانستان اسلامي امارت پیښو ته د رسیدو په چارو کې وزارت له لورې په دوه بیلابیلو خبرپاڼو کې راغلي چې د یاد وزارت د ولایتي ریاست په همغږۍ کندهار کې سلګونه کورنیو سره مرستې وشوې.

 

خبر زیاتوي: د Save the children موسسې د کندهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت په کښته میوند ولسوالۍ کې ۵۰۴ اړمنو او بېوزله کورنیو ته له سروې وروسته ژمني کېټونه ووېشل.

 

له دغو مرستو هرې کورنۍ ته ۸ دانې کمپلې، د آشپزخانې کېټ، ۳ ترپالونه، د ماشومانو کوټونه او نارینه پټو ووېشل شول.

 

همدا راز د یاد وزارت له لورې په یو بل خبر کې راغلي: د IOM موسسې د کندهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت په سپین بولدک، شورابک، ارغستان، معروف، تخته پل، شاه ولیکوټ، ښکته میوند، ژړۍ او پنجوایي ولسوالیو کې د ۸۰۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته له سروې ژمني کېټونه، نغدي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.

 

اړوند موضوعات

پیښو سره د مبارزې وزارت: میدان وردګ ولایت کې د لسګونو اړمنو کورنیو سره نغدي مرستې وشوې.

له دغو مرستو هرې کورنۍ ته ژمنۍ کېټ، ۲۰۰ امریکایي ډالر، ۳ تختې کمپلې، زنانه شال او خولۍ ووېشل شول.

Leave a reply