پیښو سره د مبارزې وزارت: میدان وردګ ولایت کې د لسګونو اړمنو کورنیو سره نغدي مرستې وشوې.

0
91

پیښو سره د مبارزې وزارت: میدان وردګ ولایت کې د لسګونو اړمنو کورنیو سره نغدي مرستې وشوې.

3 دسمبر 2022

 

د افغانستان اسلامي امارت د پیښو پر وړاندې د مبارزې وزارت په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې د یاد وزارت د میدان وردګ ولایتي ریاست له لورې د زیانمنو شوو کورنیو سره نغدي کومک وشو.

 

خبرزیاتوي: په میدان وردګ ولایت کې DRC مؤسسې، د پېښو پر وړاندې د چمتووالي له ریاست سره په همغږۍ د جلرېز ولسوالۍ د طبیعي او غیر طبیعي پېښو له زیانمنو کورنیو سره د کورونو د ترمیم په پار نغدي مرسته وکړه.

 

دغه مرسته له یادو کورنیو سره د کورونو د بیاځلې ترمیم په پار په ۲ پړاوو کې ترسره شوه او هرې کورنۍ ته ۳۰ زره افغانۍ ورکړل شوې.

اړوند موضوعات

زابل او دایکندي کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لورې ۶۰۰ اړمنو کورنیو سره نغدي او خوراکي توکو مرسته وشوه.

ورته مهال ښاغلی د یاد ریاست رئیس جلالی وویل، په جلریز ، نرخ او مرکز میدان ښار کې مخکې هم دا پروګرام تطبیق شوی و، د بلې نړیوالې lOM موسسې له خوا هم دغه پروګرام د ولایت په کچه پلي کیدونکی دی، چې اوس مهال یې په سیدآباد ولسوالۍ کې سروې روانه ده.

Leave a reply