زابل او دایکندي کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لورې ۶۰۰ اړمنو کورنیو سره نغدي او خوراکي توکو مرسته وشوه.

0
97

زابل او دایکندي کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لورې ۶۰۰ اړمنو کورنیو سره نغدي او خوراکي توکو مرسته وشوه.

2 دسمبر 2022

 

د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لورې په دوه بیلابیلو خبرپاڼو کې راغلي چې د دغه ټولنې له لورې زابل کې د ۴۰۰ سیلاب ځپلو کورنیو سره د خوراکي توکو او دایکندي کې د ۲۰۰ اړمنو کورنیو سره د تغدي پیسو کومک ترسره شو.

 

خبر زیاتوي: د زابل ولایت په شینکۍ ولسوالۍ کې ۴۰۰ بېوزلو او سیلاب ځپلو کورنیو ته نن د جمعې په ورځ  د افغاني سرې میاشتې له لوري ۸ قلمه خوراکي توکي وویشل شول.

 

یاده مرسته کې ټولټال ۴۰ ټنه اوړه، ۲.۵ ټنه وريژې، ۴۰۰۰ لیتره غوړي، ۳.۲ ټنه لوبیا، ۴۰۰ کیلو شین چای، ‏۸۰۰ کیلو مالګه، ۲ ټنه بوره او یوه اندازه بسکوټ شامل وو، چې هرې کورنۍ ته ۱۰۰ کیلو اوړه، ۲۴.۵ کیلو وریژې، ۱۰ لیتره غوړي، ۸ کیلو لوبیا، ۱ کیلو شین چای، ۲ کیلو مالګه، ۵ کیلو بوره او یو پاکټ بسکوټ ورکړل شول.

 

همدا راز د افغاني سرې میاشتې له لوري نن د دایکندي ولایت په خدیر ولسوالۍ کې ۲۰۰ اړمنو کورنیو ته یو میلیون او اته سوه زره (۱۸۰۰۰۰۰) افغانۍ نغدي مرسته وویشل شوه، چې یاده مرسته کې هرې کورنۍ ته ۹۰۰۰ افغانۍ نغدي مرسته وویشل شوه.

اړوند موضوعات

نیمروز او کنړ کې افغاني سرې میاشتې ټولنې نیږدې ۴۰۰ سیلاب او زلزله ځپلو کورنیو سره نغدي مرسته وکړه.

افغاني سره میاشت ټولنه د اړمنو افغانانو د لاسنیوي لپاره د هیواد په لر او بر کې پر خدمت بوخته او د ټولو مرسته کوي.

حماد

Leave a reply