نیمروز او کنړ کې افغاني سرې میاشتې ټولنې نیږدې ۴۰۰ سیلاب او زلزله ځپلو کورنیو سره نغدي مرسته وکړه.

0
131

نیمروز او کنړ کې افغاني سرې میاشتې ټولنې نیږدې ۴۰۰ سیلاب او زلزله ځپلو کورنیو سره نغدي مرسته وکړه.

30 نومبر 2022

 

د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یادې ټولنې له لورې نیمروز او کنړ ولایتونو کې نیږدې ۴۰۰ سیلاب او زلزله ځپلو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.

خبر زیاتوي د نیمروز ولایت په چهار برجک ولسوالۍ کې د پده ګي، قلعه میر، کرکتي او کرودي کلیو ۲۰۰ سیلاب ځپلو کورنیو ته یو میلیون او اته سوه زره (۱۸۰۰۰۰۰) نغدي مرسته وویشل شوه، چې یاده مرسته کې هرې کورنۍ ته نهه زره (۹۰۰۰) افغانۍ ورکړل شوې.

او همدا راز د کنړ ولایت په نورګل ولسوالۍ کې ۱۸۵ زلزله ځپلو کورنیو ته د افغاني سرې میاشتې له لوري یو میلیون اته سوه پنځوس زره ( ۱۸۵۰۰۰۰ ) افغانۍ نغدي مرسته وویشل شوه، چې یاده مرسته کې هرې کورنۍ ته لس زره (۱۰۰۰۰) افغانۍ ورکړل شوې.

اړوند موضوعات

افغاني سرې میاشتې ټولنې بدخشان ولایت کې د ۴۰۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.

 

په یو بل خبر کې راغلي چې د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري نن د جمادی الاول پر ۴مه د زابل ولایت په مرکز قلات ښار کې ۳۰۰ ماشومانو ته کور په کور ژمنی لباس وویشل شو.

Leave a reply