افغاني سرې میاشتې ټولنې بدخشان ولایت کې د ۴۰۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.
افغاني سرې میاشتې ټولنې بدخشان ولایت کې د ۴۰۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.
25 نومبر 2022
افغاني سرې میاشتې ټولنې په خپله یوه تازه خبرپاڼه کې خبر ورکړی چې د یادې ټولنې له لوري د بدخشان ولایت په داریم ولسوالۍ کې ۴۰۰ وچکالۍ ځپلو او اړمنو کورنیو ته د ۸ قلمه خوراکي توکو مرسته وویشل شوه.
یاده مرسته کې ټولټال ۴۰ ټنه اوړه، نېږدې ۱۰ ټنه وریژې، ۴۰۰۰ لیتره غوړي، ۳۲۰۰ کیلو لوبیا، ۲ ټنه بوره، ۸۰۰ کیلو مالګه، ۴۰۰ کیلو چای او ۴۰۰ پاکټه بسکوټ شامل وو، چې هرې کورنۍ ته ۱۰۰ کیلو اوړه، ۲۴.۵ کیلو وریژې، ۱۰ لیتره غوړي، ۸ کیلو لوبیا، ۵ کیلو بوره، ۲ کیلو مالګه، ۱ کیلو چای او یو پاکټ بسکوټ وویشل شول.
اړوند موضوعات
د سرې میاشتې ریاست په بدخشان کې له ۱۲۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه
افغاني سرې میاشتې په روانه میاشت کې پر یاده مرسته سربېره په شهر بزرګ او شغنان ولسوالیو کې هم ۸۰۰ کورنیو ته یاده مرسته ویشلې.