د سرې میاشتې ریاست په بدخشان کې له ۱۲۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه

د سرې میاشتې ریاست په بدخشان کې له ۱۲۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه
ګټه اخیستونکي د سرې میاشتې له مرستې خوښي څرګندوي او وايي چې د ژمي موسم په رارسیدو سره د خوراکي توکو د کمښت په ګډون له ګڼو ستونزو سره مخ دي. د بدخشان اوسیدونکي له ملي او نړیوالو مرستندویه موسسو څخه د لا زیاتو مرستو غوښتونکي دي.
(2022 / 11 / 24 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د بدخشان ولایت د سرې میاشتې ادارې د دغه ولایت په درایم، شغنان او شهر بوزور ولسوالیو کې له ۱۲۰۰ وچکالۍ ځپلو او بې وزله کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.
د بدخشان د سرې میاشتې رئیس محمد عیسی جاهد وایي: له څو اوونیو راهیسې یې د بدخشان ولایت د خشک، شغنان او شهر بوزهار په ولسوالیو کې له ۱۲۰۰ وچکالۍ ځپلو او اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته کړې ده. ”
د ښاغلي جاهد په وینا: په دغو مرستو کې دوه بورۍ ۵۰ کیلو اوړه، یوه بورۍ ۲۴،۵ کیلو وریجې، ۱۰ لیتره غوړي، ۸ کیلو لوبیا، یو کیلو شین چای، دوه کیلو مالګه، ۵ کیلو بوره شامل دي، سربېره پر دې د bp-5 بسکټو یوه کڅوړه د دې مرستو لړۍ دوام لري.
ګټه اخیستونکي د سرې میاشتې له مرستې خوښي څرګندوي او وايي چې د ژمي موسم په رارسیدو سره د خوراکي توکو د کمښت په ګډون له ګڼو ستونزو سره مخ دي. د بدخشان اوسیدونکي له ملي او نړیوالو مرستندویه موسسو څخه د لا زیاتو مرستو غوښتونکي دي.
اړوند موضوعات:
د سرې میاشتې ټولنې په ننګرهار او خوست ولایتونو کې د سلګونه کورنیو سره مرسته وکړه.
د بدخشان سرې میاشتې له یوه کال راهیسې د دغه ولایت له شپږ زره اړمنو کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته کړې ده.






